الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د یوې فرعي لیکې قیرچارې پیل شوې

13606.jpg (1820 × 1024)

د خاورینې برخې د چارو تر بشپړېدو وروسته د څلورمې ناحیې اړوند له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د یوې فرعي لیکې قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړکونو او پلونو د آمر انجنیر محمد داود ځواب په وینا؛ دا فرعي سړکونه دواړو خواوو ته د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي او په دوه لیکو کې د ۱۴.۵ مترو په سور د جوړېدو په حال کې دي چې، اوس مهال یې کیڼ لوري ته د یوې فرعي لیکې قیر چارې پیل شوې دي او ډېر ژر به بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې، ورته مهال د یاد سړک ښي لوري ته د فرعي لیکې د خاورینې برخې چارې روانې دي ترڅو قیرچارو ته چمتو شي. د سړک له ټولیز سور ۱۴.۵ مترو څخه ۶.۴ متره یې د موټرو د تګ راتګ او پاتې نوره برخه یې لښتیو، پلو لارو، زرغونو سیمو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د ترافیکي نښو نصبولو او تم ځایونو ته ځانګړی شوی دی. ددغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره به ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي