د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې سړک قیر چارې پیل شوې

13618.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د اوومې ناحیې اړوند د پډولې سړک قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۶۵۷) متره اوږدوالی او (۳۰ )متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوال او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د دې سړک په جوړېدو سره به د پډولې سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او د سیمې اوسېدونکي به یو شمېر ترانسپورتي او ټولنیزو اسانتیاوو ته لاس رسی ومومي