الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد کانال د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د دوو نویو پلونو د جوړولو چارې روانې دي

13622.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا دهنګرها له څلور لارې څخه تر قصبې پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د وزیرآباد کانال دپاسه دموټرو د تګ راتګ لپاره د دوو پلونو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې ژر تر ژره بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. دغه پلونه چې، هر یو یې (۱۲،۸) متره اوږدوالی او (۱۲.۸)متره سور لري، د پایو له نصبولو وروسته یې د یوه کانکریټ چارې بشپړې شوې او د دویم پله د جوړلو چارې روانې دي. د دغه نښلوونکي سړک او یادو پلونو په بشپړیدو سره به  د سلطان محمود غزنوي سړک، د کورنیو چارو وزارت لوېدیځ سړک، د پنجصو فامیلو سړک او ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکو ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې به ګڼې اسانتیاوې به رامنځته شي