د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر په خواجه بغرا سیمه کې د فرعي سړک کانکریټ چارې پیل شوې. د پنځلسمې ناحيې مرستيال مولوي سراج الدين په دې اړه وويل: تر دې وړاندې د يادې سيمې اوسېدونکي د دغه سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو له نېکه مرغه چې اوس به یې په جوړېدو سره، ترانسپورتي زیربناوو او غوره ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له برنامو او پروژو څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د یادې پروژې په پلي کولو کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي. دغه فرعي سړک چې (۷۵۰) متره اوږدوالی او له (۵) څخه تر(۶) مترو سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې د دوو میاشتو په موده کې په اساسي ډول بشپړې شي
د پنځلسمې ناحيې په ١٨م ګذر کې د فرعي سړک د کانکريټ چارې پيل شوې