د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په اوولسم ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

13629.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د اوولسم ګذر د سرتوران  په سیمه کې د (۷) میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د یادې سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب ملا عبدالسلام ضعیف خبرې وکړې او ویې ویل: اوس مهال ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې پیاوړې اراده شته چې، د ښاریانو په مرسته به رغنیزې پروژوې په معیاري او اساسي توګه پلې شي. نوموړي د ښاریانو د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ کړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې، اوس د دې وخت را رسېدلی ترڅو د کابل ښار د آبادۍ په موخه یو بل ته لاسونه ورکړو. ورته مهال د دوه ویشتمې ناحیې رئیس مولوي محمود خبرې وکړې او ویې ویل: دغه پروژو له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې، د دې پروژې په پلي کېدو کې مرسته وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي ددې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دغه سړک چې (۴۵۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې د نږدې دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د اړوند سیمو اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده