د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

13638.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه دقصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: د کار د غوره کیفیت د تضمین په موخه، د یاد سړک قیر چارې تر فني او تخنیکي څارنو لاندې ترسره کیږي. له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې نوی نښلوونکی سړک چې (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، تر اوسه یې (۸۵) سلنه چارې مخته تللې دي. دغه سړک د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو، په سړک د کرښې اچولو او نورو جزئیاتو په ګډون جوړېږي چې، چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ورسره جوخت به له یوې خوا د سلطان محمود غزنوي سړک، د کورنیو چارو وزارت لوېدیځ خواته سړک، د پنجصد فامیلو سړک او  نورو ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي