د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې روانې دي او هڅه کیږي چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د یاد سړک قیرچارې د بنسټیزو برخو تر بشپړېدو او په لابراتوار کې د اړتیا وړ موادو تر آزمایښت وروسته ترسره کېږي. دغه سړک چې، په دوو لیکو کې، (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د یوې لیکې یو کیلومتر برخې قیر چارې یې ترسره شوې دي او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. یاد سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو، د ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړیږي چې، د کار له کیفیت څخه یې په بېلابېلو پړاوونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې روانې دي