د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار سیمې څخه تر بګرامیو پورې د سړک چارې څه باندې ۷۰ سلنه مخته تللې دي

13657.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند له بني حصار سیمې څخه د بګرامیو تر پله پورې د سړک جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، څه باندې ۷۰ سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. دا سړک۷۵۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې، چارې به یې د کانکرېټ په بڼه د لښتیو په ګډون په معیاري توګه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ انجنیران د یادې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه په بېلابېلو پړاوونو کې تخنیکي او فني څارنې کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل- لوګر سړک د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې او بله خوا به د بګرامیو، رحمن مېنې، ګل بوټه سیمې او د کارته نو تپې ته څېرمه ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي