د شپږمې ناحیې اړوند د دیارلسم او څوارلسم ګذر په علي مردان سیمه کې د څلورو کوڅو کانکرېټ چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې شي. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۱۲۷) متره اوږدوالی او له (۳.۵( څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به په اساسي توګه جوړې شي. یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل، او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کیږي
په علي مردان سیمه کې د څلورو کوڅو کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي