د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د سړک د جوړولو چارې روانې دي

13670.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک، د نوي سړک د بنسټیزې برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کیږي چې هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې (۷۲۸) متر اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري،او د (۷۵۰) مترو په اوږدوالي، د یو متر په سور او د (۱.۳) مترو په ژوروالي به د یوه کانال، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، په واټونو د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون په اساسي توګه جوړ شي او ورسره جوخت به د احمدشاه بابا مېنې او امنیت ښارګوټي د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.