الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوویشتمې ناحیې په لومړي ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

13675.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۲۱مې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د پلچرخي په غازي آباد سیمه کې د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي او (۵.۲) مترو په سور سره د یو فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې دلښتیو او د (۵) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو په سور د یو ه پلچک، او دغه راز د (۵) مترو په اوږدوالي او (۲.۷) مترو په سور د (۳) پلچکونو او همدارنګه د (۳۰۰) مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال جوړول هم شامل دي چې، په راتلونکو دوو میاشتو کې به  یې چارې بشپړې او ورسره جوخت به د سيمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.  د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کې يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده