د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

درنو هېوادوالو ته د خوښۍ زیری

13678.jpg (1820 × 1024)

«د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې پیل کیږي» کابل ښاروالۍ د خپل پرمختیايي پلان له مخې ژمنتیا لري چې، د (۳۷۵۰) مترو په اوږدوالي او (۲۷) مترو په سور سره د اوولسمې او یوولسمې ناحیو اړوند له سرای شمالي څخه د خیرخانې کوتل تر سر پورې، ښي لوري ته سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې پیل کړي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: دغه سړک د کابل د شمال زون د ګڼه ګوڼې د کمښت او اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۱۱۷) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس د دې سړک په اوږدو کې له مېشتو ښاریانو چې، کورونه یې د سړک د جوړولو په موخه استملاک شوي دي غوښتنه وکړه ترڅو هرڅه ژر د خپلو سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته ورشي او د خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د ياد سړک په جوړېدو سره به د کابل-پروان پر لويه لار چې، د هېواد د (١٤) شمالي ولايتونو ترانزيتي لار ده، د ترافيکو ګڼه ګوڼه په اساسي او معياري ډول کمښت ومومي. کابل ښاروالۍ د یاد سړک د ګڼې ګوڼې په درک کولو سره وتوانېده چې، د دغه سړک لومړۍ برخه څه موده وړاندې په معیاري او اساسي ډول بشپړه او د ترافیکو پرمخ یې پرانیزي. همدا راز د خیرخانې کوتل د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي چې، تر اوسه (۳۱) سلنه پرمخ تللې دي