الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

تر کابل-جلال آباد سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

13680.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي، د ۶۰ مترو په سور او د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ویشتمې ناحیې اړوند تر کابل- جلال آباد سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په وینا؛ دا سړک په ختیځ زون کې د اقتصادي دهلیز په توګه یو مهم سړک بلل کیږي چې، چارې به یې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې بشپړه شي. نوموړي زیاته کړه چې، اوس مهال د یاد سړک د کیندنو، خاورې لېږدولو، د لښتیو جوړولو او د ۱۵ استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې پیل شوې دي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. په همدې توګه د یوه پل څو پلچکونو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، د روښنایۍ څراغونو نصبول، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوال جوړول او په سړک د کرښو اچول هم د دې پروژې برخه دي