الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د ۱۱۶۰ مترو په اوږدوالي د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

 13682.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳م، ۱۴م او ۱۵م  سړک د جوړولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۱۱۶۰) متره اوږدوالی او له (۱۲) څخه تر (۱۳،۵) مترو پورې سور لري، روانې دي. د یادو فرعي سړکړنو د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده چې، د کانکریټ چارې به یې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې بشپړې شي. د دغې پروژې د ښه کیفیت د تضمین او د چارو د چټکتیا  په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د يادو سړکونو په جوړيدو سره به له یوې خوا د يادو سيمو د اوسېدونکو سیمه ییزې ستونزې هوارې او بله خوا به د ورڅېرمه سړکونو  ترافيکي بهیر وویشل شي