د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو کې د نیالګیو کېنولو ( خزاني کمپاین) د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د یادې ادارې د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو، مخورو او ځوانانو یې ملتیا کوله د مرنجان تپې په سر (آزادۍ پارک) کې د څو نیالګيو په کېنولو سره پیل شو. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د یاد کمپیاین د پرانیستې په مراسمو کې د نیالګیو او زرغونو سیمو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه، کابل ښاروالۍ له هر ممکن فرصت څخه ګټه اخلي او اړتیا ده ترڅو ښاریان د کابل ښار موسم ته په کتو نیالګي کېنوي او په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ښاغلي سجستاني زیاته کړه: کابل ښاروالي د نیالګو د کېنولو ترڅنګ د هغوی دوامداره ساتنې او خړوبولو ته هم ځانګړې پاملرنه لري او غواړي د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین له لارې یو تاریخي ارزښت چې، هغه د ارغوان، پستې، بادام او د مرسل ګلانو کېنول دي بیاځلي را ژوندی کړي ترڅو ورسره جوخت د کابل ښار زرغونتیا او ښکلا لا زیاته شي. په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د ګذر وکیلانو په استازیتوب یو تن ګذر وکیل خبرې وکړې او ویې ویل: د نیالګیو په کېنولو سره نه یوازې ښکلا او سمسورتیا رامنځته کیږي، بلکې زرغون بوټي د پاکې هوا په رامنځته کولو کې هم ځانګړی ارزښت لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اړوند قوریو کې د بادام، پستې او ارغوان سل زره روزل شوي نیالګي به د خزاني کمپاین په ترڅ کې د کابل ښار د غرونو او تپو په لمنو او د زرغون کمربند په سیمو کې کېنول شي
د کابل ښاروالۍ له خوا د نیالګیو کېنولو (خزاني کمپاین) پیل شو