محمد یاسین امین
ککړ چاپېریال د انسـانانو، حیواناتو، او په ټوله کې د طبیعت لپاره ګڼ زیانونه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
لومړی- روغتیايي زیانونه:
ککړ چاپېریال د مکروبونو او وایرسونو د پراخېدو لامل ګرځي، چې د کولرا، ټایفایډ، او تنفسي ناروغۍ رامنځته کوي.
دویم- د هوا ککړتیا:
د لوګي، ګازونو، او دوړو له امله د تنفسي ناروغۍ او د زړه ستونزې رامنځته کېږي.
درېیم- د اوبو ککړتیا:
ناپاکې اوبه د داخلي ناروغیو لکه اسهال او د ماشومانو د مړینې لامل ګرځي.
څلورم- اقتصادي زیانونه:
د ناروغیو له ډېر والي سره د روغتیايي خدمتونو لګښتونه هم پراخېږي.
پنځم- د کرنې خرابوالی:
د خاورې ککړتیا د کرنیزو حاصلاتو د کمښت لامل ګرځي. کله چې خوراکي توکي کم شي نو ورسره جوخت یې بیې هم لوړېږي، چې په پایله کې موږ ټولو ته اقتصادي زیان رسېږي.
شپږم- سیاحتي زیان:
ککړ چاپېریال د سیلانیانو زړه تنګوي او د سیاحت صنعت ته زیان رسوي.
اووم. د ژويو او نباتاتو له منځه تلل:
ککړ چاپېریال د حیواناتو او نباتاتو طبیعي استوګن ځایونه خرابوي. ځینې حیوانات او نباتات د زهرجنو موادو یا د اوبو د ککړتیا له امله له منځه ځي.
اتم- اقلیمي بدلونونه:
ګلخانهيي ګازونه: د هوا ککړتیا د اقلیم د بدلون او ګرمښت لامل کېږي، چې د سېلابونو، وچکالۍ، او طوفانونو زیاتېدو ته لار هواروي، بالاخره یخچالونه وېلې کېږي، چې دا د سمندر د سطحې لوړوالي او د ځمکې د ډېرو برخو له منځه تللو لامل کېږي.
نهم- ټولنیز زیانونه:
خلک په ناپاکه چاپېریال کې د آرامتیا او خوشحالۍ احساس نه کوي، چې له دې سره د ژوند کیفیت کمېږي.
لسم- د ټولنې بې اتفاقي:
ککړ چاپېریال د خلکو ترمنځ د ستونزو او شخړو د زیاتېدو لامل ګرځي.
که په لنډه توګه ووایوو، ککړ چاپېریال نه یوازې زموږ روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د اقتصاد، طبیعت، او ټولنې لپاره هم ناوړه پایلې لري. له همدې امله باید د پاک چاپېریال ساتلو لپاره اقدامات وکړو، دا چې کوم موارد کولای شي د چاپېریال په پاک ساتلو کې له موږ سره مرسته کوي، په لاندې ډول دي:
۱- د فاضله موادو غوره مدیریت:
هڅه وکړئ چې کثافات په مناسبو ځایونو کې واچوئ او د بیا ځلي کارونې په موخه مواد سره بېل کړئ (لکه پلاستیک، کاغذ، او فلزات).
۲- د بوټو او ونو کرل:
ونې او بوټي د هوا د پاکوالي، د خاورې د ښه والي او د اقلیم د ساتنې لپاره ډېر ګټور دي.
۳- د اوبو سپما:
د اوبو بې ځایه مه مصرف کوئ، که مو ټانکۍ، د اوبو سطلونه یا بوشکې سوري وي، په اړه یې اقدام وکړئ.
۴- د پلاستیک کارولو کمښت:
د پلاستیکي توکو پر ځای د بیا ځلي کارېدونکو کڅوړو او لوښو کارولو ته ترجېح ورکړئ، دا ګام هم د چاپېریال په پاک ساتلو او هم د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې رغنده رول لري.
۵- د غوره او مناسبې انرژۍ کارول:
د لمریزې، بادي او نورو تجدید وړ انرژیو څخه ګټه اخیستل د دې لامل کېږي چې موږ غوره او پاک چاپېریال ولرو.
۶- عامه پوهاوي د برنامو پراخول:
موږ باید خلکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه معلومات ورکړو او هغوی وهڅوو چې په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.
۷- د چاپېریالي قوانینو درناوی:
د ککړتیا د مخنیوي لپاره د حکومت له قوانینو او لارښوونو سره سم عمل کول، کولای شي د چاپېریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
۸- د زرغونواو عامه ځایونو ساتنه:
پارکونه، بڼونه او نور عامه ځایونه باید پاک وساتو او کثافات بې ځایه وا نه چوو.
که چېرې پورتنیو اصولو ته درناوی وشي او په عمل کې پلي شي، نو شک نشته چې موږ به له هره اړخه سالم، ښکلی او پاک چاپېریال ولرو.