د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې له ځنډ وروسته یوځل بیا پیل شوې

13705.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي او ښاري زیربناوو ته د لاس رسي په موخه د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر او د یادې ادارې د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي، د ۶۰ مترو په سور او د ۹۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بیا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال په دې اړه وویل: د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې د جوړولو مسئولیت مخکې د ټولګټو چارو وزارت په غاړه وو چې، د یو شمېر دلایلو له امله یې کار ځنډېلی وو. د نوموړي په وینا؛ دا چې، د کابل- لوګر سړک پاتې برخه د ښار په داخل کې موقعیت لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا کابینې شورا  د پریکړې په اساس کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوې. د ودانیزو چارو مرستیال وړاندې وویل چې، د دې سړک استملاکي چارې مخکې په بشپړه توګه ترسره شوې دي او د سړک اساسي کار ته زمینه برابره ده. ښاغلي یاسر زیاته کړه چې، دا سړک د کابل ښار په د ننه کې یو مهم سړک دی چې، کابل د جنوب او جنوب ختیځ له شپږو ولایتونو سره نښلوي. په همدې توګه یاد سړک د اقتصادي ودې په برخه کې هم ځانګړی ارزښت لري چې، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو رامنځته کولو په برخه کې به ګټور تمام شي. د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه ( له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې) په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې جوړېږي چې، د یوه معیاري سړک ټول جرئیات په بر کې نیسي او دوه کلنو په موده کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ټولنیزې او اقتصادي ودې په برخه کې د ټولګټو پروژو پلان او پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی ترڅو په دې توګه ښاریانو ته سوکاله او هوسا ژوند رامنځته شي