الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

13707.jpg (1820 × 1024)

له پرلپسې خبرتیاوو وروسته، د کابل ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو چارې د یاد سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو په مرسته پیل شوې. د اوومې ناحیې رئیس مولوي فضل الحق مجاهد په دې اړه وویل: دغه نوی جوړېدونکی سړک چې، (۱۷۹۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري؛ د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره نښلوي او د ترانسپورتي ستونزو د حل او د سیمې د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو څخه چې، د خپلو استملاکي کورونو د ویجاړولو په اړه یې اقدام کړی مننه وکړه او زیاته یې کړه: د دې سړک په اوږدو کې (۲۵۶) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي