د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د نهم ګذر په قلعه محسن سیمه کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۸۰۰) متره اوږدوالی او (۵،۵) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړ شي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل، او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کیږي
د دوه ویشتمې ناحیې په نهم ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې