الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک قیر چارې روانې دي

13714.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک قیر چارې روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، (۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د حسن پله په سیمه کې یې د پاتې بنسټيزې برخې په جوړولو کار روان دی چې، تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به بشپړ او په لابراتوار کې به یې د اړتیا وړ موادو تر آزمویښت وروسته قیر چارې هم ترسره شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د کانالونو، پلولارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم شامل دي