الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند د قرغې بند په سیمه کې ۱۵ زره میوه لرونکي نیالګي او زینتي بوټي کېنول شول

13721.jpg (1820 × 1024)

د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین په لړ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د څوارلسمې ناحیې اړوند قرغې بند په زرغون کمربند  کې (۴) زره د پستې نیالګي او (۱۱) زره د ارغوان بوټي کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: دغه نیالګي چې د یاد ریاست په قوریو کې روزل شوي دي،  په دې موسم کې د کېنولو لپاره مناسب دي. ښاغلي متوکل زیاته کړه، د یادې سیمې د زرغونتیا په موخه په پام کې لري چې، د پسرلي په موسم کې هم زرګونه ډول ډول نیالګي کېنوي او له هغه څخه سمه ساتنه وکړي ترڅو په مناسب تفریحي ځای بدل شي. کابل ښاروالي پلان لري چې، د سالم ښاري ژوند، رواني آرامتیا او پاکې هو رامنځته کولو به موخه، د ښار په کچه زرغونو سیمو ته وده او  پراختیا ورکړي