الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان خان ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

13723.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا د ښاریانو په مرسته د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند له کارته نو ( د اوبو رسونې شرکت له څنګ) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني وویل: دا سړک ۳۰۹۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته به یې د جوړولو په اړه اقدام وشي. د نوموړي په وینا؛ دا سړک د کابل د ختیځ زون د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د اتمې ناحیې رئیس دغه راز وویل: د یاد سړک په اوږدو کې ۲۵۴ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. نوموړي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو وغوښتل چې، اړتیا ده د خنډونو پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته نو، قلعه زمان خان، مکروریانو او ورڅېرمه سیمو ترافیکي بهیر ووېشل شي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي