ښاریانو ته د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته په موخه، د اوولسمې ناحیې اړوند د ۳۴م ګذر په سردار انبیاء جومات، د ۴۷م ګذر اړوند په نهاد صلح ښارګوټي، د ۳۷م او ۳۸م ګذر اړوند دګلستان په ښارګوټي، د ۴۱م ګذر اړوند د نجات مېنې په ښارګوټي او د ۵۰م ګذر اړوند په ( پنجا و پنج) سیمو کې د فرعي سړکونو د شپږو پروژو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اوولسمې ناحیې د مرستیال مولوي محب الله خاموش، د یادو سیمو د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پرانیستې په دغو مراسمو کې د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس د یادو پروژو د چارو له بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: دغه پروژې ترانسپورتي زیربناوو او سالم ښاري چاپېریال ته د لاس رسي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په کچه طرحه او پلې شي. نوموړي وړاندې وویل، یادې پروژې چې د لښتیو په ګډون په ټولیزه توګه (۴) کیلو متره اوږدوالی او له (۵) څخه تر (۸) مترو پورې سور لري، د ملګرو ملتونو په مرسته، د شاوخوا (۴۴) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې. ورته مهال د اوولسمې ناحیې مرستیال د سیمې له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې، د ښاري خدمتونو د لا ښه کېدو په موخه به د یادې ناحیې مسئولین له هېڅ راز هڅو څخه ډډه و نه کړي او غوښتنه یې وکړه چې، د سیمې اوسېدونکي باید د یادو پروژو او نورو عامه تاسیساتو د ساتنې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، په هره پروژه کې (۱۵۰) تنو هېوادوالو ته کار زمینه هم برابره شوې وه
د اوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د فرعي سړکونو د جوړولو شپږ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې