د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند په قلعه مسلم تپه کې ۱۰۱۰۰ میوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول شول

13731.jpg (1820 × 1024)

د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین په لړ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند د قلعه مسلم تپې په زرغون کمربند کې (۵۰۰۰) د بادام، (۲۶۰۰) د پستې نیالګي او (۲۵۰۰) د ارغوان بوتي کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: په پام کې ده چې د سالم ښاري ژوند، ذهني آرامتیا او د پاکې هوا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښار په کچه زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د قلعه مسلم تپې په زرغون کمربند د پراختیا په موخه به د پسرلي په موسم کې نور زرګونه بېلابېل نیالګي هم کېنول شي. دغه راز به د خزاني کمپاین په لړ کې د کابل ښار شاوخوا غرونو او تپو په لمنو کې نږدې سل زره میوه لرونکي نیالګي او زنیتي بوټي کېنول شي چې، له هغو څخه (۱۰۱۰۰) نیالګي او زینتي بوټي د قلعه مسلم تپې په لمنو کې کېنول شول