د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شېرپور سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې

13733.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند د شېرپور سړک چې (۶۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري د جوړولو او پراختیا چارې يې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښار د سړکونو او شبکو د اصلاحې پلان له مخې، د یاد سړک د جوړولو په دې پروژه کې چې، د شېرپور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې پلې کېږي دلښتیو، پلولارو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو جوړول هم شامل دي. د دغه سړک په جوړېدو سره به په سیمه او ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. د یادولو وړ ده چې، اوسمهال د کابل ښار د سړکونو د شبکې اصلاحي پلان د پلي کېدو په حال کې دی، چې د ټولو برخو (ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو) منطقي تړاو په پام کې نیول شوی او د یوه پرمخ ودې ښار لپاره مناسب ګڼل کېږي