
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا، د پنځمې، شپږمې او ديارلسمې ناحيو اړوند د ديوان بيګي له سيمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د پرتو خنډونو( استملاکي ملکیتونو) د پاکولو چارې روانې دي. دغه سړک، (۱۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، چې اوسمهال یې د خنډونو پر لرې کولو سربېره؛ د کیندلو او خاورو لېږدولو چارې پیل شوې دي، ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. دغه سړک چې د کمپنۍ سړک د برچي له سړک سره نښلوي؛ د ترانسپورتي ستونزو د حل او د ورڅېرمه سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړي اهمیت لري، او له یوه کال څخه په کمه موده کې به په معیاري او اساسي توګه جوړ شي
 
    

