د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د ۱۷م ګذر په سر توران سیمه کې د (۴۵۰) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک به د لښتیو او د (۷،۲) مترو په اوږدوالي او له (۱،۲) څخه تر (۲) مترو پورې سور سره، د دوو کوچنیو پلونو په ګډون تر راتلونکو دوو میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د دوه ویشتمې ناحیې په ۱۷م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي