د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د حربي پوهنتون تر مخې پورې د قلعه شانان سړک د جوړولو پر دوام، د یاد سړک دواړو خواوو ته د ۳ مترو په سور او په ټولیزه توګه د ۴۲۰۶ مترو په اوږدوالي د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. ورته مهال د یاد سړک په اوږدو کې د جدولونو نصبولو او ګلدانونو جوړولو چارې هم روان دي ترڅو د دې مهم نښلوونکي سړک چارې په ټاکلي وخت بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د قلعه شانان سړک د جوړولو پروژه په روان کال کې د ۲۱۰۳ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره پیل شوې وه چې، تر اوسه یې ۷۳ سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د یاد سړک په اوږدو کې د ۶۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۸.۴ مترو په سور سره د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ دوو لویو پلونو د جوړولو چارې هم د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره روانې دي
د قلعه شانان نوي نښلوونکي سړک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې