عزیزي
دود يا لوګی د تعلیق (ځوړندو) شويو ذراتو په نوم یادیږي چې د تېلو، فزيکي موادو يا سون توکو د ناسم سون له امله رامنځته کیږي. لوګی له طبیعت سربېره د انسانانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي او د داسې ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، چې له امله یې انسانان په تدریجي ډول د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي.
د کابل ښار هوا په هر ژمي کې د کال د نورو موسمونو په پرتله خرابه، ککړه او تیاره وي او د هوا ککړتیا له امله په ژمي کې تنفسي ناروغۍ هم ډېرېږي. د هوا ککړتیا هغه وخت رامنځته کیږي چې ګازونه(کاربن ډای اکسایډ، کـاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس آکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې ورګډ شي چې، دا د انديښنې وړ حالت انسانانو ته د ناروغیو، الرجیوو او حتی د مرګ لامل کیږي. د هوا ککړتیا له انسانانو سربیره نورو ژوندي موجوداتو ته هم زیان اړوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې هر کال ۸,۲ میلیونه خلک د ککړې هوا له امله په نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هوا د غازونو يو ترکيب دى، که چېرې له دې ترکيب څخه يو غاز کم يا ډېر شي، هوا ککړېږي. همدارنګه که کوم بل نوى غاز او يا هم ذرې هوا ته داخلې شي، دلته هم د هوا ککړتيا رامنځته کېږي.
د انساني ژوند چاپېریال له دې ناوړه پدیدې څخه خوندي نه دی پاتې شوی او لا هم ګواښل کيږي.
دا ښکاره ده چـې د ژوندیو مـوجوداتو د پایښت لپاره آکسیجن اړین عنصر دی کوم چې د هوا په ترکیب کې شتون لري او د خپلې فزیالوژیکي دندې د ترسره کولو لپاره یې مصرفوي، چې د یاد عنصر په ککړیدو او تنفس کېدو سره بیا د فزیالوژیکي دندې د خڼډ او ځنډ، د ژوندیو موجوداتـو د ناروغتیا، اقلیمي بدلونونو، د ځمکې کُرې د ګرمېدو او د چاپېریال د ککړتیا لامل کیږي.
کابل ښار د يو مليون انسانانو لپاره جوړ شوى ؤ، خو اوسمهال په کې له پنځه میلیونه څخه ډېر انسانان او څلور سوو زرو څخه ډېر موټرونه فعالیت کوي.
موږ ويلاى شو چې، د کابل هوا د ککړتيا له سترو لاملونو څخه د انسانانو ډیر نفوس او د زیاتو موټرو فعالیت شمیرل کیږي.
د کابل د هوا ککړتيا طبيعي او انساني ده، خو طبيعي يې په کمه اندازه او انساني ونډه بيا پراخه ده. په طبيعي لاملونو کې موږ ويلى شو چې د ژونديو موجوداتو د مړو جسدونو خوړنه د مايکرو اورګانېزم يا دوړو او په سترګو نه لېدونکو ژونديو موجوداتو په واسطه چې، په هوا کې خطرناک ګازونه لکه ميتان او نور توليدوي او طبيعي لامل یې د حرارت د درجې لوړوالى هم ګڼل کېږي، هغه دا چې په دې سره له ککړې خاورې او ککړو اوبو څخه خطرناک ګازونه توليدېږي.
په همدې توګه د هوا ککړتیا په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ژوند چاپېریال د ګواښونو په زیاتېدو کې مرسته کوي، له همدې امله روغتیا ته زیان رسوي، د اقلیمي بدلونونو د رامنځته کېدو، د ځمکې کُرې د تودوخې او د چاپېریال د ککړتیا لامل کیږي، د ایکو سیستم توازن له منځه وړي او د ژوند چاپېریال له بېلابېلو ننګوونو سره مخ کوي. د هوا له ککړتیا څخه رامنځته کېدونکي یادې شوې ناوړه پایلې بیا له ځان سره نورې منفي پایلې زیږوي او چاپېریال تر ژورې اغېزې لاندې راولي.
له دې سره سره په تېرو (۳) کلونو کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې اغیزمن فعالیتونه ترسره شوي دي چې، له امله یې په تېر ژمي کې د کابل هوا د نورو کلونو په پرتله تر یوه حده پاکه وه.
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د مدیریت کوونکې ادارې په توګه، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې ګټور پلانونه پلي کړي دي او هڅه کوي چې، د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي.
په دې برخه کې د نیالګیو کېنولو سربېره، د تودخې له سیستمونو او په لوړ پوړیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او څرنګوالي څخه هم څارنې شوې دي.
دا چې کابل ښار د هېواد د پلازمینې په توګه د نفوس له تراکم سره مخ دی؛ نا شونې به وي چې، د ښاریانو له مرستې پرته د هوا ککړتیا کمښت ومومي او یا هم په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.
جدي اړتیا ده ترڅو کابل ښاریان د ژمي په موسم کې د ډېر لوګي زیږوونکو سون توکو لکه (رابر، پلاستیک، ټایر او...) له کارولو څخه ډډه وکړي او د خپلې کورنۍ او نورو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ نه کړي. د مقرراتو او اصولو سره سم د ټولو لوړ پوړیزو ودانیو، ښارګوټو، سـوداګریزو او استوګنیزو ودانیو، هـوټلونو، رستورانتونو، حمـامونو، سلمانیو، د اوبو د حوضونو او سوناګانو مالکان مکلف دي چې، د تودخې د سیستم او مرکز ګرمۍ لپاره د لوګي د تصفیې فلتر نصب کړي او فعال یې وساتي. پورته مو په لیکنه کې د لوګي په تعریف او د هوا د ککړتیا په لاملونو رڼا واچوله او څرګنده شوه چې، د هوا له ککړتیا څخه په مخنيوي کې د خلکو رول مهم او اغیزمن دی؛ له همدې امله حتمي او ضروري ده ترڅو کابل ښاریان د هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي کې خپل رغنده رول ولوبوي او په خپل ځان او نورو ښاریانو رحم وکړي.
که چېرې سر له اوسه د ککړې هوا په کمولو او له منځه وړلو کې خپل مسئولیت ادا نه کړو؛ خپل اوسنی نسل به مو د مرګ له ګواښ سره مخ کړی وي او راتلونکو نسلونو ته به مو یو ککړ او داسې ښار په میراث پرې اېښی وي چې، په هغه کې ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ او حتی ناشونی وي.