د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخي کاري پرمختګ و ارزول شو

13762.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې کاري پرمختګ و ارزاوه او په مسٶلينو يې ټینګار  وکړ چې، د سړک د بنسټيزې برخې په جوړولو کې دې له لوړ کيفيت لرونکو موادو څخه کار واخيستل شي او قراردادي شرکت مکلف دى چې د دې سړک د جوړولو چارې دې د ډيزاين او تخنيکي سندونو مطابق، په ټاکلي وخت ترسره کړي٠ دغه راز نوموړي وویل: د سړک هغه برخې چې بې کیفیته جوړې شوې وي ېېرته ویجاړېږي او د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به کابل ښاروالۍ له قراردادي شرکت سره قرارداد فسخ کړي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه چې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په دوو لیکو کې د جوړېدو په حال کې دی چې، د یوې لیکې ډېره برخه یې قیر شوې ده. په همدې توګه د یاد سړک د دویمې لیکې د  بنسټیزې برخې دجوړولو چارې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې د لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړولو، په سړک د کرښو اچولو، د ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړېږي، د کار له کیفیت څخه یې په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي