د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې ۴۷ سلنه مخته تللې دي

13781.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې او اوولسمې ناحیو اړوند له سرای شمالي څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې ۴۷ سلنه مخته تللې دي او د ژمنيو تدابېرو په پام کې نیولو سره به روانې وي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه سړک چې (۳۲۸۹) متره اوږدوالی (۲۰ او ۳۰) متره سور لري، اوس مهال یې د خنډونو پاکولو، د برښنا پایو د لېږدولو او د پاتې بنسټیزې برخې د جوړولو چارې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د بنسټیزې برخې تر بشپړېدو وروسته، د یاد سړک یو کیلو متر برخه قیر شوې ده او هڅه کیږي چې، له سرای شمالي څلورلارې څخه د کارته پروان تر څلورلارې پورې هم جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي