الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ پله د جوړېدو له چارو څخه لیدنه وکړه

13783.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تېره شپه د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ د تر ټولو لوی پله د جوړېدو له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار د سرعت، ښه کیفیت او ژمنیو تدابیرو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. دغه پل چې، (۶۰) متره اوږدوالی او (۱۸،۴) متره سور لري، د (۹۰) ستنو (پایو) په وسیله به نصب شي. اوس مهال د یاد پله د بنسټیزو برخو په جوړولو کار روان دی، چې وروسته به د پله اساسي فرش نصب او کانکرېټ به پرې واچول شي. د يادونې وړ ده، چې په ورته وخت کې له قلعه زمان خان څخه د کابل-جلال آباد سړک په اوږدو کې تر حربي پوهنتون پورې، د (٢١٠٣) مترو په اوږدوالي او (٣٠) مترو په سور سره د قلعه شانان سړک د جوړېدو چارې هم روانې دي.  د یاد سړک او پله په جوړېدو سره به د دولسمې او نولسمې ناحیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ـ جلال آباد سړک، د مکروریانو څلورلارې او ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي