د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

13787.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لومړۍ ناحیې په دویم ګذر کې د (۵۶۰) مترو په اوږدوالي او له (۵) څخه تر (۵،۷) مترو په سور د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وويل: د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو او د (٣٥٠) مترو په اوږدوالي، (۱،۵) مترو په سور او د (٢،٥) مترو په لوړوالي سره د یوه استنادي دېوال جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه یې (۴۵) سلنه چارې مخته تللې دي. ښاغلي عاصم زیاته کړه چې، د دې سړک په جوړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو سیمه ییزې ستونزې هوارې او دوی ته به ترانسپورتي او ګڼې ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده