الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې

13789.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د ۱۳۴۸ مترو په اوږدوالي او د ۳ مترو په سور سره دواړو خواوو ته د پلو لارو د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې په دوه لیکو کې بشپړې شوې دي او د ډیری برخې دویمه طبقه قیر چارې یې هم روانې دي چې، ډېر ژر به بشپړې شي. ورته مهال د یاد سړک په اوږدو کې د جدولونو نصبولو او ګلدانونو جوړولو چارې هم روانې دي. د یاد سړک د پلو لارو په جوړېدو سره به پلو تګ کوونکو ته یو شمېر آسانتیاوې رامنځته شي او اړتیا ده چې، په بې ځایه توګه ونه کېندل شي