الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ سړک د ۷ کیلو متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي

13793.jpg (1820 × 1024)

د خاورینې برخې د کار تر بشپړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د ۷ کیلو متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي او په غرنۍ سیمه کې یې د پاتې خاورینې برخې کار روان دی ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک له ذاکرین ښارګوټي ( خیرخانې کوتل) څخه تر قرغې سړک پورې په دوه لیکو کې ۷۵۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او هڅه کیږي چارې یې هرڅه ژر بشپړې شي. د دې سړک د چارو په بشپړېدو سره د کابل شمال او لوېدیځې برخې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی شي او له شمال څخه لوېدیځ او له لوېدیځ څخه شمال ته د تلونکو هېوادوالو لپاره به لاره لنډه شي