د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د تایمني پروژې د پنځم سړک له څلورلارې څخه تر لب جر پورې (د سلطان محمود غزنوي) سړک د بیارغونې چارې روانې دي. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په وینا؛ د یاد سړک ځیني برخې چې د وخت په تېرېدو زیانمنې شوې وې، تر فني او تخنیکي څېړنو وروسته یې د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله د بیارغونې چارې روانې دي چي، لومړی به بُرش او وروسته به په معیاري توګه قیر شي. د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه به د ښار په کچه هغه سړکونه چې، د وخت په تېرېدو یې ځیني برخې زیانمنې شوې وي په معیاري توګه یو پر بل پسې بیاورغول شي
د تایمني پروژې د پنځم سړک له څلورلارې څخه تر لب جر پورې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي