د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار څخه د بګرامیو تر سړک پورې د دوو اصلي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

13801.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې او له یادې څلورلارې څخه د بګرامیو تر نساجۍ پورې د (۴۱۸۷) مترو په اوږدوالي او (۴۰) مترو په سور سره ددو نښلوونکو سړکونو، د کیندنې، خاورې لېږدولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي. دغه سړکونه په دوو برخو کې جوړېږي چې، لومړۍ برخه یې له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له ستانکزي څلورلارې څخه د بګرامیو د نساجۍ تر سړک پورې (۲۵۳۲) متره اوږدوالی لري چې، د پلو لارو، ګلدانونو ، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به یې د جوړولو چارې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به له یوې خوا د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او له بلې خوا به د نجات څلي، حضوري چمن او نورو ورڅېرمه سیمو په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت رامنځته شي