الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د یوې لیکې قیر چارې پیل شوې

13805.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د بنسټیزې برخې تر بشپړولو وروسته، له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې (د سلطان محمود غزنوي سړک پر دوام) د سړک د یوې لیکې قیر چارې پیل شوې او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۲۱۲۰) متره اوږدوالی او په څلورو لیکو کې (دوه اصلي او دوه فرعي)، (۸۰) متره سور لري، د لښتیو، نښلوونکو کانالونو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي.   د یادونې وړ ده چې،  د دې سړک د جوړولو پاتې چارې به د هوا د ښه والي په صورت کې هم ترسره شي