د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک قیر چارې پیل شوې

13813.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو برخو تر بشپړېدو او په لابراتوار کې د ودانیزو توکو  تر آزمویښت وروسته، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ دغه سړک چې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، اوس مهال یې د دوو کیلو مترو په اوږدوالي د یوې لیکې قیر چارې ترسره کیږي. دا سړک د لښتیو، کانال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو، ترافیکي نښو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، چارې به یې پرته له ځند څخه د هوا د ښه والي په صورت کې روانې وي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې او مکروریانو څلورلارو او د ورڅېرمه سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي