د اوومې ناحیې اړوند له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. د سړک جوړونې د یادې پروژې د آمر انجنیر شبیر احمد شیرزاد په وینا؛ دغه سړک چې (۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، قیر چارې یې په ښه کیفیت ترسره شوې او د لښتیو، بایسکل چلولو لیکو، څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او نورو جزئیاتو کارونه یې روان دي او هڅه کیږي څو هغه هم هرڅه ژر بشپړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ده دانا، چهلستون او په ورڅېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي
له چهلستون څخه تر ده دانا پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې