د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې سړک دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

13830.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د ۶۵۷ مترو په اوږدوالي د پډولې سړک دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي.  د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوال او نورو جزئیاتو په ګدون به یې چارې ډېر ژر بشپړې شي. د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي. د دې سړک په جوړېدو سره به د پډولې سیمې اقتصادي ودې ته ښه زمینه برابره او د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته به ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي