الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پډولې سړک دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

13832.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د ۶۵۷ مترو په اوږدوالي د پډولې سړک دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوال او نورو جزئیاتو په ګدون به یې چارې ډېر ژر بشپړې شي. د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي. د دې سړک په جوړېدو سره به د پډولې سیمې اقتصادي ودې ته ښه زمینه برابره او د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته به ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي