د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په ۴۹م ګذر کې د فرعي سړک چارې د بشپړېدو په حال کې دي

13836.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اتمې ناحیې په ۴۹م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې د بشرېدو په حال کې دي. دا سړک ۸۳۵ متره اوږدوالی او ۵.۵ متره سور لري چې، د لښتیو، پلچکونو، استنادي دېوال او د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي او یو متر په سور د یوه کانال په ګډون به یې چارې په بنسټیزه توګه ترسره شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ښاري او ټولنیزې ستونزې هوارې شي. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده