د ترافیکي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې د بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، روانې دي. د یادې څلورلارې بڼه له دایروي څخه په تقاطع ( انتر سکشن) بدله شوې ده چې، د څراغونو او نورو ترافیکي نښو له لارې به مدیریت شي. ورته مهال له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې، او ورسره جوخت به د احمد شاه بابا مینې، لته بند سړک او د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې یو شمېر آسانتیاوې رامنځته شي
د بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې د بیارغونې چارې روانې دي