د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې اړوند د نهم ګذر په قابل بای سیمه کې د کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۷۵۰) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۴) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه (۸۵) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکو (۲۰) ورځو پورې به بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
په قابل بای سیمه کې د کوڅو کانکرېت چارې روانې دي