د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیر خانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې ۳۱ سلنه پر مخ تللې دي

13855.jpg (1820 × 1024)

د خیر خانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، د روان کال د ثور(غویي) په میاشت کې پیل شوې وې، د سړک جوړونې د معیارونو او د پروژې د پلي کېدو مهالویش (تخنیکي سندونو) له مخې (۳۱) سلنه پرمخ تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د خیرخانې کوتل سړک چې،(۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰ )متره سور لري، او په دوو لینونو کې جوړېږي، د بنسټیزې برخې تر بشپړیدو وروسته یې د (۲۰۲۰) مترو په اوږدوالي یوه لیکه قیر شوې او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي چې ور سره جوخت به په سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، د هېواد د (١٤) شمالي ولايتونو اقتصادي دهلېز او ترانزيټي لار بلل کېږي، د پلولارو،لښتيو، ګلدانونو، تم ځایونو جوړولو، په سړک د کرښو اچولو، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبولو، او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د (۱۴۰۴) کال تر نیمایي پورې بشپړ شي