الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

13867.jpg (1820 × 1024)

د کابل-لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې (کیندونو، خاورې لېږدولو) د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي ترڅو د دې سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. دغه سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي چې، له اقتصادي اړخه د اهمیت وړ دی اود هېواد پنځه سویلي او سویل ختیځ ولایتونه له کابل سره نښلوي. د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې به، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې په څلورو لیکو کې (دوه اصلي  او دوه فرعي) د (۷) کیلومترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره د راتلونکو نږدې دوو کلونو په موده کې په لوړ کیفیت سره د کابل ښاروالۍ له خوا  بشپړې شي. د کابل ښار په څلورو دروازو کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښاري ترانسپورتي بنسټونو د تنظیم په موخه د سړکونو جوړول، د کابل ښار له اساسي اړتیاوو څخه دي، چې کابل ښاروالۍ ورته زیاته پاملرنه کوي