الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې سړک جوړولو او پراختیا پروژه ۷۰ سلنه پر مخ تللې ده

13886.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د (۳۲۲۶) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د سړک جوړونې او پراختیا پروژه چې، په روان کال کې پیل شوې وه؛ تر اوسه (۷۰) سلنه پرمخ تللې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د غازي لېسې له مخې څخه د دهبوري څلورلارې په لور د (۲۰۲۰) مترو په اوږدوالي د یاد سړک قیر چارې ترسره شوې دي او له دهبوري څلورلارې څخه تر کوټه سنګي پورې د پاتې بنسټیزې برخې د جوړولو چارې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. هڅه کیږي چې، د هوا د ښه والي په صورت کې د دې سړک د پاتې برخې  قیر چارې ترسره او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي