محمد امین
دمشق د پخوانيو سامي ژبو کلمه ده او لغوي معنی یې خوړوبوونکو اوبو ته وايي.
د دمشق ښار د اوسنۍ سوريې پلازمېنه ده، او تر ټولو پلازمېنو زياته مخينه لري. تاريخ پوهانو دهغه مخينه ۱۱۰۰۰ کاله اټکل کړی، آن تر دې چې نور مدنيتونه يې هم سره تړلي دي. په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې دمشق ته د عاصمة الثقافة العربية (د عربي کلتور پلازمېنه) لقب ورکړل شو.
دمشق له پخوا څخه د ډېرو مدنيتونو او پرمختګونو زانګو وه، او لا تراوسه پورې د پخوانيو پلازمينو څخه شمېرل کيږي. د بشري تاريخ په اوږدو کې ډېر مشران او علماء په دمشق کې پيدا شوي، لوی شوي او روزل شوي دي، چې تر اوسه پورې د هغوی له خدمتونو څخه خلک برخمن دي.
دمشق ښار ته ډېر لقبونه ورکړل شوي دي لکه: ياسمين ښار، چې ډېر شهرت لرونکي ياسمين يې درلودل. دمشق د استوګنې تر ټولو پخوانی ښار هم دی.
کله چې دمشق د استوګنې لپاره جوړ شو، نو تر ډېر وخته پورې له دې ځای څخه څوک ونه وتل.
د دمشق پیل:
په دمشق کې ځینې لرغوني آثار موندل شوي چې، په لسګونو زره کاله مخکې د دمشق د مدنيت ښکارندویي کوي. خو په دمشق کې دآبادۍ زياتوالی له ميلاد څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې وختونو ته رسيږي.
د آراميه دورې پر مهال دمشق ډیر اهمیت درلود او دا ښار د ستورو په شان ځلېده، آرامي دولت د اوبو لګولو او د اوبو د ویش طریقه رامنځته کړه، چې په دمشق کې د کرنې د پراختیا او د نفوسو د زیاتوالي لامل شو او دغه ښار په هغه وخت کې په سوداګريز او کلتوري مرکز باندې شهرت وموند.
د دمشق د تاریخ مرحلې (پړاوونه):
دمشق له مهمو تاریخي پړاوونو څخه تیر شوی، له دې جملې څخه د روم امپراطور سکندر مقدوني، چې په لوی سکندر هم ياديږي په شام باندې یې کنترول درلود، د هغه له مړینې وروسته، دمشق د بېلابېلو امپراتوریو ترمنځ د شخړې يو مرکز وګرځېد.
په ۶۴ ق م کال کې رومیانو د دې ښار کنټرول په لاس کې واخیست او رومیانو ته یې ډېر اهمیت او ارزښت درلود.
روميانو له لسو ښارونو څخه د (ديکاپولس) په نامه يوه اتحاديه جوړه کړه چې، په هغه کې دمشق هم شامل ؤ.
دغه ښارونه د معمارۍ او کلتور له اړخه یو له بل سره نږدې ؤ، نو دا ښارونه تر اوسني عصر پورې رومي ځانګړتیاوې لري او د روم امپراتورۍ په دفاع کې هم خورا مهم رول لوبولی دی.
په دمشق کې اسلامي فتوحات:
د رسول الله (ص) له وفات څخه وروسته، د ابوبکر صدیق (رض) په دوران کې دا فتوحات پیل شول، او د عمرفاروق (رض) تر خلافت پورې يې دوام وکړ.
۶۳۵ ميلادي کال د دمشق فتح د خالد بن وليد رضی الله عنه په نصيب شوه، آن تر دې پورې چې، بيزنطینیانو خپلو سیمو باندې د خپل واک له لاسه ورکولو او د اسلامي احکامو د نافذیدو او د پراخیدو احساس یې وکړ، نو دواړو لښکرو د یرموک جګړې ته چې، په ۶۳۶ میلادي کال کې پیل وشوه ،تیاری ونیو او د خالد بن وليد رضی الله عنه په مشرۍ مسلمانانو بریا ترلاسه کړه، او هلته يې خپل واليان وګمارل.
په دمشق کې د امويانو خلافت:
دمشق ښار د امویانو په دوره کې د اموي دولت پلازمینه شو، چې هغه وخت دمشق په ټوله نړۍ کې ځانګړی ځای او اهميت درلود، دمشق د اموي خلافت مرکز ؤ. عبدالملک بن مروان او د هغه د اولادې د واکمنۍ پر مهال، دې ښار د اقتصادي، اداري، سوداګریزو، ښاري او نورو برخو له پلوه خورا هوسا ؤ.
دغه راز د الجامع الاموي (اموي جومات)په هغه دوره کې جوړ شوی چې، اوس د دمشق د ښار له مشهورو ځایونو څخه ګڼل کیږي.
په دمشق کې د عباسيانو خلافت:
عباسیانو دمشق تر یوې نیمې میاشتې محاصرې وروسته تر خپل کنترول لاندې راوست،او د خلافت واک يې په لاس کې واخیست او هلته یې ډېر قتلونه وکړل، چې وروسته دا ښار د عباسي خلافت پر ضد د ډېرو پاڅونونو مرکز شو.
د هغو ظلمونو له امله چې، د دې خلکو په وړاندې ترسره شوي، ډیری سلطنتونه او کوچني دولتونه له هغه وروسته ونیول شول، لکه طولونيان، اخشیدیان، فاطمیان او په پای کې د سلجوق دولت، تر دې چې دا هیواد په څو کوچنیو دولتونو و ویشل شو.
دمشق هم د صلیبي جګړو په بهیر کې په دوامداره توګه د صلبيانو تر یرغل لاندې ؤ او ډېر زیانونه يې ولېدل، او تر هغه پورې يې دا تکليفونه وزغمل ترڅو چې صلاح الدین ايوبي رحمه الله راغی او صلیبیان يې له منځه یو وړل او دده له مړینې وروسته یو خپلواک ایوبي دولت رامنځته شو.
په دمشق کې د مملوکيانو دوره:
د مملوکيانو په دوره کې دمشق له قاهرې وروسته دویم مهم ښار ؤ، ځکه چې ستراتیژیک موقعیت او ډېرې ځمکې يې درلودې.
مغولو یې د ګوډ تيمور په مشرۍ د نيولو ډېرې هڅې وکړي، بالاخره په دې وتوانېدل چې دا سيمې ونيسي، د الجامع الاموي (اموي جومات) په شمول يې ښار وسوځاوه او بې شمېره خلک يې ووژل،او یو شمېر نور يې ژوندي ونيول.
دغه راز د مملوکيانو په دوره کې دمشق د لوږې او طاعون ناروغۍ له اړخه یو ځپل شوي ښار ؤ.
مملوکیانو کرنې او امنیت ته د علاقې د نشتوالي او پام نه کولو له امله، ټول ولس د ځان د دفاع او خپلو خلکو د مسلح کولو په اړه په اندېښنه کې واچول.
اقتصاد هم ډېره وده کړې وه، د مملوکيانو د واکمنۍ په وروستیو کې، دمشق د تصوف يو مهم مرکز ګرځېدلی ؤ، او په دې دوره کې ډېر پوهان او مفکران راڅرګند شول.
په دمشق کې د عثمانيانو خلافت:
دمشق د عثماني واکمنۍ په وخت کې ډیر اهمیت درلود، د الجامع الاموي (اموي جومات) او نورې سیمې بیا ورغول شوې، او د عثماني واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په دمشق کې ډیر واليان بریالي شول، چې شمېر نږدې ۱۳۸ ته رسېده.
دمشق د اسمعیل پاشا د واکمنۍ پر مهال هم د سوداګریزو کاروانونو او د لوړې کچې رفاهي مرکز و.
د عثماني واليانو دغې لړۍ دوام وموند، بېلابېل واليان را څرګند شول، څوک مُصلح او څوک مُفسد ؤ، او د احمد پادشا الجزار(قصاب) په څېر ظالمان هم پکې موجود ؤ، چې د زياتو مالياتو له امله يې خلک له لوږې سره مخ کړل او په دمشق کې يوه لويه قحطي رامنځته شوه.
د مدحت پادشا په شان نيک او صالح واليان هم پکې تېر شوي دي.
هغه د دويم سلطان عبدالحمید په حکم د دمشق پوهنتون جوړ کړ،او همدا شان یې د حجاز ریل پټلۍ، د ډېرو عربي ورځپاڼو او مجلو خپرېدل او داسې نورې لاسته راوړنې هم شتون لري.
د عثماني دورې په وروستیو کې دمشق د جمال پاشا السفاح د واکمنۍ پرمهال له يو لړ کړاوونو سره مخ شو، اوه مهم کسان یې اعدام کړل، نورو عثماني ځواکونو په وتلو لاس پورې کړ، او ملک فيصل بن الحسين د سوریې عربې مملکت په نوم اعلان وکړ.
الجامع الاموي چې له جامع بني اميه الکبير څخه يې مختصر کړی دی، له حرمين شريفين او مسجد اقصی نه وروسته، همدا جومات ډیر شهرت لري، په اسلام کې د ډېرو غټو او عجائبو په سترګه ورته کتل کيږي. دغه ستر جومات د امويانو د شپږم خليفه الوليد بن عبدالملک په امر، په (۷۰۵ - ۷۱۵ م) کلونو کې جوړ شوی دی.
د دې تاريخ، ۱۲۰۰ کاله له ميلاد څخه وړاندي د اوسپنې زمانې آرامي دولت ته رسيږي.