د دوولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره روانې دي ترڅو له ټاکل شوې مودې وړاندې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی، (۲۴، ۳۰ او ۴۰) متره سور لري، د جوړولو چارې یې پنځه میاشتې وړاندې پیل شوې وې او تر اوسه (۳۰) سلنه مخته تللې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو او پلو لارو جوړول، د بایسکل چلولو لیکې، په سړک د کرښو اچول، ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نورو برخو جوړول شامل دي چې، د کار د کیفیت په موخه یې له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې تر سره کیږي
له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي